
غاښونو طب، طبي تکنالوژي او نرسنګ پوهنځي ټکنیشن (۳ بستونه)
Full time @Spinghar University posted 3 weeks ago in Healthcare Email JobJob Detail
-
Job ID 29776
- Experience 3 Years
- Gender Male
- Qualifications 14th Grade
Job Description
About the Company
د سپین غر پوهنتون (ننګرهار) پېژندنه
سپین غر پوهنتون (ننګرهار) په ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال کې تأسیس او د لوړو زده کړو وزارت سره په ۱۹مه ګڼه ثبت شوی، چې د ننګرهار ولایت په جلالاباد ښار کې فعالیت کوي.
پوهنتون درې پوهنځي لري: معالجوي طب، غاښونو طب او طبي تکنالوژي. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست په بهرنۍ ارزونه کې د اعتبار اخیستنې دویم پړاو کې بریالی شوی دی، په خپل ملکیت کې معیاري ودانۍ، د وزارت له لوري تائید شوی درسي نصاب، وړ علمي کادرونه، ۱۵ مجهز لابراتوارونه، ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، پرمختللی څېړنیز مرکز او د عملي او معیاري لوړو زده کړو لپاره ټولې اړینې تدریسي او کاري اسانتیاوې لري.
Job Summary
د بست د دندو لایحه:
- ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره کلني عملیاتي پلانونه جوړول.
- د عملیاتي پلانونو د تطبیق سمستروار او کلني راپورونه جوړول.
- د تائيد شوې مهالویش له مخې د لابراتوارونو آمریت اړوند مجالسو کې برخه اخستل.
- د لابراتوارونو آمریت اړوند اسنادو په تنظیم کې مرسته کول.
- په لابراتوارونو کې د محصلینو عملي ساعت اخستلو په جریان کې له استاد سره د عملي کار اړوند اړینو لوازمو په برابرولو کې مرسته کول.
- د اړتیا په صورت کې د عملي کارونو لپاره د موادو تهیه کول.
- د لابراتوارونو له تجهیزاتو او وسایلو څخه ساتنه او مراقبت کول.
- په لابراتوارونو کې د محصلینو د عملي کارونو د ثبت او پروسيجر د اجرأ پر مهال له استاد سره مرسته کول.
- د لابراتوارونو آمریت ته د ترسره شویو ورځنیو فعاليتونو راپور ورکول.
- د لابراتوارونو په تفکيک د اړوندو وسایلو او تجهیزاتو لستونه جوړولو او کوډينګ کې له لابراتوارونو آمريت او اداري آمريت سره همکاري کول.
- له اړوندو لابراتوارونو څخه د کمبوداتو لستونه راټولول او د لابراتوارونو آمريت ته سپارل.
- په لابراتوارونو کې د اړینو بینرونو او معلوماتي چارټونو راځړول.
- په لابراتوارونو کې د ښه نظم په موخه محصلین په ګروپونو ویشل او له استاد سره د عملي ساعت پرمهال د محصلینو په تنظیم کې مرسته کول.
- په لابراتوارونو کې د عملي کارونو د ترسره کېدو څخه وروسته د اړینو تجهیزاتو بېرته منظم کول، په خپل ځای کې يې اېښودل او د یادو تجهیزاتو پاک ساتل.
- په لابراتوارونو کې د ناپاکه ځایونو په نښه کول او اړوند خدماتي کارکوونکي/کارکوونکو ته یې د پاکولو سپارښتنه کول.
- نورې هغه قانوني چارې ترسره کول چې د مستقيم آمر او ذی صلاح مقاماتو له خوا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ورسپارل کېږي.
Job Requirements
د دندې شرایط:
تحصيل کچه او کاري تجربه
- د طبي تکنالوژۍ پوهنځي تکنیشن بست نوماند باید په طبي يا لابراتوار تکنالوژي کې د ۱۴م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري.
- د غاښونو طب پوهنځي ټکنیشن بست نوماند باید د عاښونو په برخه کې د ۱۴م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري.
- د نرسنګ پوهنځي ټکنیشن بست نوماند باید د نرسنګ په برخه کې د ۱۵م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري.
- د لابراتوار ټکنیشن په توګه په خپله برخه کې پرله پسې حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري.
- د لابراتواري موادو، تجهیزاتو او وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په برخه کې کافي پوهه او عملي تجربه درلودل.
- د لابراتواري وسایلو او تجهیزاتو تعقیم، پاکوالي او خوندي ساتنې په برخه کې کافي پوهه او عملي تجربه درلودل.
- په اګزیټ ازموینه کې بریالی شوی وي.
- محصلانو ته د عملي تدریس په برخه کې د توکو او موادو تهیه کولو کې تجربه ولري.
- کاري وړتیا،ژمنتیا او صداقت درلودونکی وي.
- د افغانستان تابیعت درلودونکی وي.
کاري اصول:
- د یونیفورم کارول.
- پر ټاکلو وختونو کې دندې ته حاضرېدل او تر ټاکلي وخت پورې خپل مسؤليتونه ترسره کول.
- داړوندو لابراتوارونو د کارونې اصول رعايت کول.

