د تخنیکي وسایلو او ټایپ اپروول مدیر

Full time @ATRA in Engineering
  • Kabul View on Map
  • Post Date : October 27, 2026
  • Apply Before : November 12, 2026
Email Job

Job Detail

  • Job ID 36213
  • Experience  3 Years
  • Gender  Male
  • Qualifications  Bachelor’s Degree
Afghan English Bottom

Job Description

About ATRA

اداره تنظیم مقررات مخابرات افغانستان (ATRA) در سال ۲۰۰۶ برای تنظیم و توسعه بخش مخابرات در کشور تأسیس شد. این اداره تلاش می‌کند تا یک محیط سرمایه‌گذاری قوی و مساعد برای بخش خصوصی در توسعه و رشد زیرساخت‌های خدمات مخابراتی و اینترنتی ایجاد کند. اهداف ATRA ایجاد یک بخش مخابرات و خدمات مرتبط با حمایت قوی بخش خصوصی به صورت شفاف و بدون تبعیض، از طریق ایجاد و اجرای یک محیط نظارتی و قانونی سالم در کشور، اجرای مقررات، دسترسی همگانی به خدمات، تنظیم بازار، تسریع رقابت در بازار مخابرات و نظارت و تنظیم بازار مخابرات است. ATRA با ذینفعان مربوطه، از جمله بخش خصوصی، سازمان‌های دولتی و مشترکین خدمات مخابراتی، برای ترویج رقابت سالم در بازارهای مخابرات و اینترنت کشور همکاری می‌کند.

Job Summary

هدف وظیفه:

 د مخابراتي او تخنیکي وسایلو د ارزونې، ازموینې، تصدیق او ټایپ اپروول (Type Approval) پروسې مدیریت، تر څو ټول تجهیزات د نړیوالو او ملي معیارونو سره سم بازار ته وړاندې شي او د شبکو د کیفیت، خوندیتوب او همغږۍ تضمین وشي.

Key Responsibilities

وظیفوي مسئولیتونه :

۱- د متقاضي له خوا په سیستم کې آنلاین فورم ډکول او د هغې له بشپړتیا څخه اطمینان حاصلول.

۲- د ټولو وارداتي مخابراتي تخنیکي وسایلو د ټایپ اپروول پروسې ارزونه او څارنه.

۳- د وسایلو تخنیکي مشخصات د نړیوالو او ملي معیارونو سره پرتله کول او د مربوطه طرزالعمل مطابق ارزونه.

۴- د مخابراتي مجازو وسایلو لپاره د ټایپ اپروول د سند ترتیب کول.

۵- د ټایپ اپروول د ورکولو په موخه د تعرفې ترتیب او صادرول.

۶- د غیرمعیاري وسایلو د ممنوعیت لپاره د اړوندو ادارو او ګمرکاتو سره همغږي.

۷- د ټایپ اپروول اړوند راپورونو ترتیب او د مستند امر ته وړاندې کول.

۸- د نړیوالو معیارونو، ITU او سیمه‌ییزو اصولو سره همغږي درلودل.

۹- د وارداتي شرکتونو او عرضه‌کوونکو سره د ټایپ اپروول اړوند مسایلو په اړه د معلوماتو ورکول.

۱۰ – اړونده آمر ته میاشتنې ګزارش ، ربعوار ګزارش او کلني ګزارش وړاندې کول .

۱۱ – د هغه چارو سرته رسول چې د اړونده آمر یا رئیس لخوا ورته سپارل کیږي .

 

Qualifications

تحصیلات، تجارب او لازم مهارتونه :

1.      د تحصیل درجه : د مخابراتو، برېښنا، یا کمپیوټر انجینري په برخو کې د لیسانس یا ماسټرۍ تر کچې تحصیلي سند لرل.

2.      لازمه تجربه :

کاندید باید  لږ تر لږه ۳ کاله د بست د اوصافو او سره مرتبطه کاري تجربه ولري.

مهارت های لازم:

ü      د ټایپ اپروول پروسې، اسنادو او تخنیکي ازموینو په اړه بشپړه پوهه درلودل.

ü      په کاري روشونو  کې د ابتکار او خلاقیت توانایي درلودل.

ü      په هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او دري ) کامل تسلط ولري او د انګلیسي ژبې سره پوره بلدتیا ولري.

ü      د افغانستان تابعیت ولري او په هیواد کې استوګن وي .

ü      جرمي سوابق ونلري .

ü      د مایکروسافت آفیس د پروګرامونو سره پوره بلدتیا ولري .

ü      مدیریتي مهارتونه ( برنامه جوړونه ، هماهنګي ، کنترول ، نظارت ، د وخت مدیریت )

ü      د کاندید سن باید له ۱۸ څخه کم او د ۶۵ څخه پورته نه وي

ü      د مخابراتي خدمتونو د قانون په اړه پوره معلوماتو درلودل.

ü      د سلسله مراتب مراعات کول او  پدې اړه پوهه لرل.

ü      د مخابراتي توکو سره پوره اشنایي درلودل او پيژندل.

ü      په پيچلي محیط کې کارکولو باندې توانایي درلودل او همدارنګه ټیمي کار کې علاقمند و اوسي.

ü      د مخابراتي وسایلو د ملي او نړیوالو معیارونو سره بلدتیا درلودل.

 

     یادونه :

د محترمو کاندیدانو څخه هیله کیږي چې تر څو د اړونده بست لپاره څانګړې فورمه ډکه او لاندې بريښنالیک ته يې راواستوي او همدارګه کولای شي چې یاده فورمه د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام د آمریت څخه ترلاسه کړي .

پته : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ۱۸ پوړیزه ودانۍ دیارلسم منزل د استخدام آمریت

بریښنالیک jobs@atra.gov.af

د اړیکي شمیره : 0202100763

نوټ : د ټولو محترمو کاندیدانو څخه هیله کیږي چې که چیرې ستاسو تحصیلات او یا هم کاري تجربه د پورته بست سره سمون نه خوري لطفا خپل غوښتنلیک مه را استوئ او همدارنګه خپل ټول تحصیلي اسناد ( ديپلوم یا ترانسکریپټ چې د لوړو زده کړو د وزارت تائیدي ولري) د کاري تجربې اسناد لکه ( لکله قرار داد خط ، د منابع بشري تائیدي ، او که مو دولتي رسمي دنده اجرا کړې وي خلص د سوانح چې د صدور د نیټې څخه یې ۶ میاشتو څخه ډیره موده نه وي تیره شوې) پهPDF  فایل کې چې اندازه یې د 5MB څخه لوړه نه وي  راواستوئ  .

Afghan English Bottom

Other jobs you may like