تریاژ(نرس)

Full time in Healthcare
  • Post Date : June 27, 2026
  • Apply Before : July 11, 2026

Job Detail

  • Job ID 28749
  • Experience  3 Years
  • Gender  Male
  • Qualifications  diploma
Afghan English Bottom

Job Description

  1. Job Summary
  2. د بست د دندو لایحه:
  3. د ناروغانو د حالت او طبي تاریخ ارزونه ترڅو بیړنی حالت او د درملنې مناسبه کچه وټاکل شي.
  4.  ناروغانو او ناروغ لرونکو ته په تلیفون یا په شخصي حضوري توګه لارښوونه کول.
  5. له نورو روغتیايي کارکوونکو او متخصصینو سره د اړتیا سره سم د ناروغانو د درملنې په اړه همغږي کول.
  6. د ټاکل شویو پروتوکولونو له مخې ناروغان درمل، درملنې او واکسينونو ته معرفي کول.
  7. ناروغانو او د هغوی کورنیو ته د ناروغیو اداره کولو، درملنې پلانونو او مخنیوي پاملرنې په اړه معلومات ورکول.
  8. متخصصينو او معالجينو سره د ناروغانو او ناروغ لرونکو د ملاقاتونو، راجع کولو او تعقیبي لیدنو کې مرسته کول.
  9. د روغتیا مقرراتو، پروتوکولونو او کیفیت معیارونو تطبیق او رعايت یقیني کول.
  10. د ناروغانو قد، وزن، د وینې فشار او تودوخه معاینه کول.
  11. د ادرار، ستوني کلچر او نورې اړینې نمونې راټولول، ترڅو د چټکې درملنې برخه کې مرسته وشي.
  12. د مرکې او معاینې پایلو پر بنسټ ناروغان او ناروغ لرونکي اړوندو څانګو ته معرفي کول.
  13. له ډاکټرانو، نرسانو او د درملنې ټیم نورو غړو سره د ناروغانو د حالت په اړه خبرې اترې کول.
  14. د ناروغانو روغتیايي معلوماتي سیسټمونه د نوټونو سره مهالني کول.
  15. د نویو راغلو ناروغانو د شدت کچې ټاکلو لپاره متمرکزې ارزونې ترسره کول.
  16. د ورکړل شويو معلوماتو او مراجعه کوونکو د ثبت اړوند دقیق اسناد او شواهد جوړول او په منظم ډول ساتل.
  17. د ناروغ لرونکو او ناروغانو د ثبت الکترونيکي سیستم بشپړ تطبیق چارې مخته وړل.
  18. د ناروغانو د ثبت او انفرادي دوسيو منظم سیستم رامنځته کول او کارول.
  19. د ناروغانو د ثبت، راپورونو او سوابقو ساتلو لپاره پروسیجرونه او فارمټونه جوړول او کارول.
  20. د ناروغانو غوښتنې د شدت او موجودو سرچینو پر بنسټ درجه بندي کول او لومړیتوب لرونکي ناروغانو ته وخت ورکول.
  21. له ناروغانو سره خبرې کول، تر څو د هغوی ورغتيايي وضعیت، تاریخ او موجوده علایمو په اړه معلومات ترلاسه شي.
  22. د مړينې د لوړ خطر لرونکو ناروغانو په اړه د عاجلو روغتيايي خدمتونو په برخه ناروغانو او ناروغ لرونکو سره همکاري کول.
  23. ناروغانو ته د دوی د ناروغۍ او روغتيايي حالت په پام کې نيولو سره د درملنې او پروسجرونو په هکله معلومات ورکول.
  24. په ورځني ډول د روغتون سرطبابت ته په داسې ډول چې د روغتون رياست په جريان کې شي، د ثبت شويو مراجعه کوونکو په اړه احصائيوي راپورونه سپارل.
  25. د عاجلو ناروغانو پرته، په روغتون کې د نا ثبت ناروغانو د درملنې او هغوی ته د روغتيايي مشورو د ورکړې مخنيوی کول.
  26.   نورې هغه دندې ترسره کول چې د روغتون د سرطبیب او رئیس له خوا ترياژ ته سپارل کيږي.

 

Job Requirements

  1. د تحصيل کچه، کاري ځانګړتياوې او مهارتونه
  2. لږ تر لږه د نرسنګ په برخه کې لیسانس يا د طبي نيمه لوړو زده کړو څخه د فراغت دپلوم  ولري.
  3. په نرسنګ کې لیسانس باید لږ تر لږه درې کاله پرله پسې کاري تجربه ولري.
  4. په نرسنګ کې (۱۵) پاس باید اګزیټ ازموینه کې بریالی شوی وي  او لږ تر لږه (۵) درې کاله پرله پسې کاري تجربه ولري.
  5. د ناروغانو د لومړنۍ ارزونې، درجه بندۍ (Triage) او راجع کولو په اصولو او پروتوکولونو بشپړ پوهه ولري.
  6. د روغتیايي معلوماتو د ثبت، راپور ورکولو او د کمپیوټر کارونې اساسي مهارتونه ولري (MS Word, Excel)
  7. د روغتون کار کوونکو، ناروغانو او ناروغ لرونکو سره د ګټورې غوره مفاهمې مهارت ولري.
  8. د بېړنیو حالاتو د مدیریت، تصمیم نیولو او د ستونزو د حل وړتیا ولري.
  9. د روغتیايي محرمیت، مسلکي اخلاقو او اداري اصولو رعایت ته ژمن وي.
  10. په پښتو او دری ژبو سربیره په انګلیسي ژبه کې هم پوهه ولري.
  11. فزیکي او ذهني وړتیا ولري او د اړتیا پر مهال په نوبتي (Shift) ډول کار ترسره کړای شي.
  12. د افغانستان تابعیت ولري او له قانوني او مسلکي پلوه د دندې ترسره کولو اهلیت ولري.
  13. صداقت، امانتداري، محرمیت ساتنه او مسلکي اخلاق ولري.
  14. په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایي قضیو کې محکوم شوی نه وي.
  15.    د هر ډول قومي، ژبني، سمتي، ډله‌ییزو او سیاسي تعصبونو او تمایلاتو څخه پاک وي او له هغو څخه ډډه وکړي  .
Afghan English Bottom

Other jobs you may like