غاښونو طب، طبي تکنالوژي او نرسنګ پوهنځي ټکنیشن (۳ بستونه)

Full time @Spinghar University in Healthcare
  • Nangarhar View on Map
  • Post Date : July 13, 2026
  • Apply Before : July 25, 2026
Email Job

Job Detail

  • Job ID 29776
  • Experience  3 Years
  • Gender  Male
  • Qualifications  14th Grade
Afghan English Bottom

Job Description

About the Company

د سپین غر پوهنتون (ننګرهار) پېژندنه

سپین غر پوهنتون (ننګرهار) په ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال کې تأسیس او د لوړو زده کړو وزارت سره په ۱۹مه ګڼه ثبت شوی، چې د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد ښار کې فعالیت کوي.

پوهنتون درې پوهنځي لري: معالجوي طب، غاښونو طب او طبي تکنالوژي. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست په بهرنۍ ارزونه کې د اعتبار اخیستنې دویم پړاو کې بریالی شوی دی، په خپل ملکیت کې معیاري ودانۍ، د وزارت له لوري تائید شوی درسي نصاب، وړ علمي کادرونه، ۱۵ مجهز لابراتوارونه، ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، پرمختللی څېړنیز مرکز او د عملي او معیاري لوړو زده کړو لپاره ټولې اړینې تدریسي او کاري اسانتیاوې لري.

Job Summary

د بست د دندو لایحه:

  1. ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره کلني عملیاتي پلانونه جوړول.
  2. د عملیاتي پلانونو د تطبیق سمستروار او کلني راپورونه جوړول.
  3. د تائيد شوې مهالویش له مخې د لابراتوارونو آمریت اړوند مجالسو کې برخه اخستل.
  4. د لابراتوارونو آمریت اړوند اسنادو په تنظیم کې مرسته کول.
  5. په لابراتوارونو کې د محصلینو عملي ساعت اخستلو په جریان کې له استاد سره د عملي کار اړوند اړینو لوازمو په برابرولو کې مرسته کول.
  6. د اړتیا په صورت کې د عملي کارونو لپاره د موادو تهیه کول.
  7. د لابراتوارونو له تجهیزاتو او وسایلو څخه ساتنه او مراقبت کول.
  8. په لابراتوارونو کې د محصلینو د عملي کارونو د ثبت او پروسيجر د اجرأ پر مهال له استاد سره مرسته کول.
  9. د لابراتوارونو آمریت ته د ترسره شویو ورځنیو فعاليتونو راپور ورکول.
  10. د لابراتوارونو په تفکيک د اړوندو وسایلو او تجهیزاتو لستونه جوړولو او کوډينګ کې له لابراتوارونو آمريت او اداري آمريت سره همکاري کول.
  11. له اړوندو لابراتوارونو څخه د کمبوداتو لستونه راټولول او د لابراتوارونو آمريت ته سپارل.
  12. په لابراتوارونو کې د اړینو بینرونو او معلوماتي چارټونو راځړول.
  13. په لابراتوارونو کې د ښه نظم په موخه محصلین په ګروپونو ویشل او له استاد سره د عملي ساعت پرمهال د محصلینو په تنظیم کې مرسته کول.
  14. په لابراتوارونو کې د عملي کارونو د ترسره کېدو څخه وروسته د اړینو تجهیزاتو بېرته منظم کول، په خپل ځای کې يې اېښودل او د یادو تجهیزاتو پاک ساتل.
  15. په لابراتوارونو کې د ناپاکه ځایونو په نښه کول او اړوند خدماتي کارکوونکي/کارکوونکو ته یې د پاکولو سپارښتنه کول.
  16. نورې هغه قانوني چارې ترسره کول چې د مستقيم آمر او ذی صلاح مقاماتو له خوا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ورسپارل کېږي.

 

Job Requirements

د دندې شرایط:

 تحصيل کچه او کاري تجربه

  1. د طبي تکنالوژۍ پوهنځي تکنیشن بست نوماند باید په طبي يا لابراتوار تکنالوژي کې د ۱۴م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري.
  2. د غاښونو طب پوهنځي ټکنیشن بست نوماند باید د عاښونو په برخه کې د ۱۴م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري.
  3. د نرسنګ پوهنځي ټکنیشن بست نوماند باید د نرسنګ په برخه کې د ۱۵م پاس يا لیسانس په کچه د تحصیلي درجې درلودونکی وي او د د فراغت تائید شوي معتبر اسناد ولري.
  4. د لابراتوار ټکنیشن په توګه په خپله برخه  کې پرله پسې حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري.
  5. د لابراتواري موادو، تجهیزاتو او وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په برخه کې کافي پوهه او عملي تجربه درلودل.
  6. د لابراتواري وسایلو او تجهیزاتو تعقیم، پاکوالي او خوندي ساتنې په برخه کې کافي پوهه او عملي تجربه درلودل.
  7. په اګزیټ ازموینه کې بریالی شوی وي.
  8. محصلانو ته د عملي تدریس په برخه کې د توکو او موادو تهیه کولو کې تجربه ولري.
  9. کاري وړتیا،ژمنتیا او صداقت درلودونکی وي.
  10. د افغانستان تابیعت درلودونکی وي.

کاري اصول:

  1. د یونیفورم کارول.
  2. پر ټاکلو وختونو کې دندې ته حاضرېدل او تر ټاکلي وخت پورې خپل مسؤليتونه ترسره کول.
  3.   داړوندو لابراتوارونو د کارونې اصول رعايت کول.
Afghan English Bottom

Other jobs you may like