(د آ ی سی یو مسؤل( ننگرهار

Full time @The Ministry of Public Health (MoPH) in Healthcare
  • Kabul View on Map
  • Post Date : October 1, 2026
  • Apply Before : October 10, 2026
Email Job

Job Detail

  • Job ID 35310
  • Experience  Less Than 1 Year
  • Gender  Male
  • Qualifications  Bachelor’s Degree
Afghan English Bottom

Job Description

About Ministry of Public Health

The Ministry of Public Health (MoPH) is tasked with a critical mandate; to deliver and promote sustainable and accessible health care services to the people of Afghanistan. Social and economic advancement can only be realized in a thriving and healthy society. The success of the MoPH is heavily driven in its ability to plan and use allocated resources effectively. Effective financial management is therefore critical for sustainable development and is the primary tool that translates the MoPH development strategies into noticeable outcomes or service delivery. Good governance and accountability rely on transparent management of the MoPH budget. Therefore, ineffective financial management undermines the effectiveness and efficiency of development interventions and hinders the country’s progress towards improved and sustainable health care.

Job Summary

د دندې لنډیز:

د جدي پاملرنې د څانګې مسؤل اساسې دندې د یادې برخې د ټولو فعالیتونو (مسلکي او اداري) رهبري او مدیریت دی. په دې کې د ICU د کارکوونکو اداره، اداري چارو تنظیم، د داخل خدمت او خارج خدمت کارکوونکو تخنیکي روزنه او د نوو کارکوونکو روزنه شامله ده. خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

Key Responsibilities

1)    د جدي پاملرنې مناسبو او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو ډاډمنول او د یادو خدمتونو د اړتیاوو مطابق دICU  مدیریت.

2)     د هغو ناروغانو په درملنه کې مرسته او د ICU اړوند خدمتونو وړاندې کول چې د شدیدې ناروغۍ له امله جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

3)    د متخصصینو د رخصتیو پر مهال د جدي او ټاکل شوو خدمتونو په ادامه کې مرسته کول.

4)    د رسمي وخت څخه بهر دنده ترسره کول او په عاجلو او جدي مواردو کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري.

5)    د مسلکي پرمختګ، ارزونې، تفتیش (Audit) او د کارکوونکو د اجراآتو په ارزونه کې ګډون کول.

6)     مسؤل ته د اړتیا پر بنسټ د ځانګړو تخصصي ساحو د جوړولو او پراختیا تشویق او ملاتړ.

7)    د څانګې بستر شوو ناروغانو اړتیا ته په کتلو سره د ځانګړو تخصصي او مسلکي نوښتونو رامنځ ته کول او ورته انکشاف ورکول.

8)    له مسؤل څخه توقع کېږي چې د لویانو جدي ناروغي تشخیص او تداوي کړي.

9)    د رسمي دندو ترسره کول او په رسمي وخت کې د شخصي کلینیکي فعالیتونو څخه ډډه کول.

10)    د موجوده او نوو کارکوونکو تخنیکي او مسلکي روزنه.

11)    د ICU واقعاتو لپاره د تداوي پروتوکولونو جوړول او پراختیا ورکول.

12)    د هغو پروسیجرونو پروتوکولونه جوړول او انکشاف ور کول چې په ICU کې ترسره کېږي.

13)    د ټولو اداري فعالیتونو مدیریت.

14)     په اړوندو غونډو کې ګډون.

15)    د اړتیا پر اساس، د اوونیزو، میاشتنیو او کلنیو راپورونو چمتو کول او د ICU پروژې آمریت ته سپارل.

16)    هغه نورې چارې ترسره کول چې د ICU پروژې لخوا یا د اړوند روغتون ریاست لخوا ورسپارل کېږي.

د راپور ورکولو لوری: د جدي پاملرنې څانګې پروژې آمریت / د اړوند روغتون ریاست.

تر امر لاندې کسان: د ICU څانګې متخصصین، هید نرس، نرسان، اداري همکار او خدماتي کارکوونکي.

Qualifications

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:                                                                                                 

1)    باید افغان تابعیت ولري.

2)    د راجستر شوي پوهنتون څخه د معالوي طب MD سند ولري.

3)    د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا تصدیق شوی د تخصص سند ولري.

4)    په عمومي داخل ، عمومي جراحي یا انستیزي کې تخصص سند ولري (عمومي داخله متخصص ته لومړیتوب ورکول کېږي).

5)    لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه د تخصص څخه وروسته په معالجوي برخو کې ولري.

6)    لږ تر لږه یو کال د مدیریت د مدیریت په برخه کې تجربه ولري (د روغتون او عمومي مدیریت تجربه ترجیح لري).

7)    تخنیکي او اداري مهارتونه ولري.

8)    د انګلیسي ژبې په لیک، لوست او ویلو کې مهارت ولري.

9)    د ټیمي کار کولو وړتیا ولري.

10)    د اغېزمنې اړیکې او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.

11)    د کمپیوټر د آفیس پروګرامونو کارونه کې مهارت ولري.

12)    د انټرنټ د کارولو او د ویب ‌سایټونو د لټون وړتیا ولري.

13)    د درملنې د لاروښودونو د جوړولو او پراختیا وړتیا ولري.

14)    د فشار لاندې د کار کولو او د څو دندو د هم مهاله ترسره کولو وړتیا ولري.

ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.

1)       مبادی مدیریت امور صحی (دوکتور خواجه میر اسلام “سعید” چاپ دوم)

“Paul L. Marino MD PhD FCCM – Marino’s The ICU Book_ Print + eBook with Updates (ICU Book Marino)-LWW (2013). (2

Afghan English Bottom

Other jobs you may like