
د ساختمان یا سیول انجنیر Civil Engineer
Full time @The Ministry of Public Health (MoPH) posted 1 week ago in Engineering Email JobJob Detail
-
Job ID 34269
- Experience Fresh
- Gender Male
- Qualifications Bachelor’s Degree
Job Description
About Ministry of Public Health
The Ministry of Public Health (MoPH) is tasked with a critical mandate; to deliver and promote sustainable and accessible health care services to the people of Afghanistan. Social and economic advancement can only be realized in a thriving and healthy society. The success of the MoPH is heavily driven in its ability to plan and use allocated resources effectively. Effective financial management is therefore critical for sustainable development and is the primary tool that translates the MoPH development strategies into noticeable outcomes or service delivery. Good governance and accountability rely on transparent management of the MoPH budget. Therefore, ineffective financial management undermines the effectiveness and efficiency of development interventions and hinders the country’s progress towards improved and sustainable health care.
Job Summary
د د ندي موخه: د صحي ودانیو د ترمیماتي او مراقبتي چارو د ساحې لیدنه، د پروژو د تطبیق د کیفیت، پرمختګ او مراقبت
ارزونه او څارنه په ځانګړې توګه د عمومي روغتونونو (GH)او اساسي روغتیايي مرکزونو (BHC) او د وزارت د نورو اړوندو پروژو، د منظور شوي پلان، تخنیکي مشخصاتو او ملي او نړیوالو معیارونو سره سم، ترڅو د ودانیو د ساتنې، دوام، کیفیت او مؤثرې استفادې زمینه برابره او د وزارت ټاکل شوي اهداف په مؤثره او معیاري توګه ترلاسه شي.
Key Responsibilities
اساسي دندې او مسؤلیتونه
· د عمومي روغتونونو (GH)او اساسي روغتیايي مرکزونو (BHC) او د وزارت د نورو اړوندو پروژو د ساختماني، ترمیماتي او بیا رغونې چارو ساحوي مراقبت او تخنیکي نظارت ترسره کول.
· د ساختماني او ترمیماتي چارو د کیفیت تضمنی (QA) په موخه د ساختماني موادو، اجرااتو او کاري میتودونو تخنیکي ارزونه
· د پروژو د تطبیق د کیفیت، پرمختګ، احجامو او تخنیکي مشخصاتو څارنه او د منظور شوو نقشو، ډیزاینونو، قرارداد او اړوندو معیارونو سره یې د مطابقت ارزونه.
· د موجوده صحي ودانیو د مراقبت، ساتنې، ترمیم او ساختماني ستونزو ارزونه او د حل لپاره یې مناسبې تخنیکي لارې چارې وړاندې کول.
· د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا اړوند تخنیکي وضعیت ارزول او د اړتیا په صورت کې مناسبې تخنیکي حل لارې او نظریات وړاندې کول په ساحه کی په عملی توګه.
· د پروژو د مراقبت او نظارت پر مهال د قراردادي، مشاور، ولایتي روغتیايي ادارو او نورو اړوندو مراجعو سره لازم تخنیکي او کاري همغږي ترسره کول.
· د پروژو اړوند د طرحو، نقشو، BOQ، تخنیکي مشخصاتو او نورو اسنادو ترمنځ د مطابقت ارزونه او د موجودو تخنیکي ستونزو د اصلاح لپاره وړاندیزونه کول.
· د شته وادنیو د ساختمانونه د ساتتنی او مشکیلاتو د حل په موخه لازمه حل لاري واړندي کول.
· د ساختماني پروژو د سرته رسولو او جوړولو لپاره اسانتیاووي برابرول په ځانګړې توګه د ترمیماتو او بیا رغونې پروژو لپاره.
· د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا لپاره معياري او تخنیکي نظرونه وړاندې کول.
· د پروژو په ډیزاین کې د اړونده څانګو سره همغږي او د میاشتني ، ربعوار او کلني راپورنو ترتیبول.
· د خپلو اړوند کارکوونکو مسلکي پوهه لوړول او د تجربو مؤثره کارونه په پروژو کې عملي کول.
· په تخنیکي چارو کې د نظر څرګندول او د معياري ستندردونو تطبیق.
ساختماني انجینر لاندې مکلفیتونه لري:
1. د ساختماني کارونو ټول ساحوي فعالیتونه د منظور شوو Drawings، Designs، Specifications، BOQ او تخنیکي معیارونو مطابق نظارت او کنټرولول.
2. د Foundation، Column، Beam، Slab، Wall، Staircase او نورو ساختماني عناصرو موقعیت، ابعاد، کیفیت او د اجرا څرنګوالی کنټرولول.
3. د Excavation، Backfilling، Compaction، PCC، Reinforcement، Formwork، Concrete او Masonry کارونو ساحوي Inspection او تخنیکي نظارت ترسره کول.
4. د ساختماني موادو کیفیت او د Concrete، Soil، Compaction او نورو اړوندو Tests د ترسره کېدو څارنه او د پایلو ارزونه کول.
5. د Contractor د کارونو پرمختګ، کیفیت، اجرا شوي حجم او د Work Schedule مطابق فعالیتونه ارزول، اندازه کول او راپورول.
6. د غیرمعیاري یا له منظور شوو اسنادو سره د مغایرو کارونو د اصلاح غوښتنه کول او د Quality Control او Safety معیارونو د رعایت څارنه کول.
7. د Contractor لخوا وړاندې شوو Shop Drawings، Material Submittals، Method Statements، Test Reports او As-Built Drawings تخنیکي ارزونه او د ساختماني کارونو له منظور شوو اسنادو، ډیزاین او مشخصاتو سره د مطابقت کنټرولول.
مدیریتي دندې
د ساختمان انجنیر باید:
· د اړوند آمریت له عمومي پلان سره سم خپل کاري پلان ترتیب کړي.
· ورځني، میاشتني، ربعوار او کلني فعالیتونه تنظیم کړي.
· د پروژو د ساختماني برخې پرمختګ تعقیب کړي.
· د تخنیکي ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کړي.
· د ساختماني کارونو د کیفیت او پرمختګ راپور آمر ته وړاندې کړي.
· د پروژې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له اړوندو ټیمونو سره همکاري وکړي.
· نورې هغه تخنیکي دندې ترسره کړي چې د اړوند آمر لخوا ورته سپارل کېږي.
. اړین تخنیکي سافټویرونه
· AutoCAD
· Revit Structure
· ETABS
· SAP2000
· SAFE
· Primavera P6 / MS Project
Qualifications
تحصیلي شرایط
· د (سیول انجینري) په رشته کې د لیسانس تحصیلي سند لرل، او په یادو برخو کې لوړه تحصیلي درجه لرل غوره ګڼل کېږي.
کاري تجربه
· لږ تر لږه3-5کله اړونده کاري تجربه ولري.
· د ساختماني پروژو د ساحوي نظارت او کنټرول تجربه ولري.
· د Foundation، Excavation، PCC، RCC، Reinforcement، Formwork او Masonry کارونو د اجرا او نظارت تجربه ولري.
· د Structural او Architectural Drawings، Shop Drawings او As-Built Drawings د لوستلو او ارزونې تجربه ولري.
· د BOQ، Quantity Take-off، Cost Estimation او Technical Specifications په برخه کې تجربه ولري.
· د ساختماني موادو کیفیت، Material Testing، Inspection او Quality Control په برخه کې تجربه ولري.
· د Contractor د کارونو د پرمختګ، کیفیت، Work Schedule، ساحوي اندازهګیرۍ او راپور ورکولو په برخه کې تجربه ولري
·
د نوماند شرط:
نوماندان باید د اړوندو ۳۴ ولایتونو اصلي او فعلي اوسېدونکي وي. د نوماندانو شارټلېسټ کول به د تذکرې پر بنسټ ترسره کېږي.

