د څېړنیز مرکز مسؤل

Full time @Spinghar University in Other
  • Nangarhar View on Map
  • Post Date : August 22, 2026
  • Apply Before : September 1, 2026
Email Job

Job Detail

  • Job ID 33851
  • Career Level  Intermediate
  • Experience  3 Years
  • Gender  Male
  • Qualifications  Bachelor’s Degree
Afghan English Bottom

Job Description

About the Company

سپین غر پوهنتون (ننګرهار) په ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال کې تأسیس او د لوړو زده کړو وزارت سره په ۱۹مه ګڼه ثبت شوی، چې په جلال‌اباد ښار کې فعالیت کوي.

پوهنتون درې پوهنځي لري: معالجوي طب، غاښونو طب او طبي تکنالوژي. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست په بهرنۍ ارزونه کې د اعتبار اخیستنې دویم پړاو کې بریالی شوی دی، په خپل ملکیت کې معیاري ودانۍ، د وزارت له لوري تائید شوی درسي نصاب، وړ علمي کادرونه، ۱۵ مجهز لابراتوارونه، ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، پرمختللی څېړنیز مرکز او د عملي او معیاري لوړو زده کړو لپاره ټولې اړینې تدریسي او کاري اسانتیاوې لري.

Job Summary

د بست د دندو لایحه:

  1. د کلني کاري پلان ترتیب او تطبیقول
  2. د کاري پلان د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه جوړول، د څېړنو او علمي مجلو معاونیت ته يې د کتنې او تائید په موخه استول.
  3. د کاري پلان د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه د تائید وروسته اړوند خواوو سره رسمًا شریکول.
  4. د لابراتواري موادو او تجهیزاتو په ګډون د څېړنیز مرکز د پاکوالي څخه ډاډ حاصلول.
  5. په څېړنيز مرکز کې د ترسره کېدونکو څېړنو په عملي او تطبیقاتي چارو کې له څېړونکو سره  همکاري کول.
  6. په څېړنیز مرکز کې د څېړنو ترسره کولو څخه وړاندې د اړینو/ټولو تجهيزاتو برابرول، تعقيم کول او لېست کول.
  7. په څېړنيز مرکز کې د څېړنې ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ تجهيزاتو او موادو په پېرلو کې مرسته کول.
  8. په څېړنیز مرکز کې د پروتوکولونو او پروسیجرونو د تطبيق کولو سربېره، د څېړنيز مرکز خونديتوب او ساتنې ته پام کول.
  9. په څېړنيز مرکز کې د تجربوي څېړنو تجهيزات او اکمالات برابرول.
  10. په څېړنيز مرکز کې د موجودو تجهيزاتو او موادو د شمېر او کیفیت څخه د ډاډ لپاره په ربعوار ډول څارنه ترسره کول او لېست یې ترتیبول.
  11. په څېړنيز مرکز کې د بيړنې حالت رامنځته کېدو په صورت کې غوره او عاجل ډول اقدامات ترسره کول.
  12. په څېړنيز مرکز کې د شته تجهيزاتو او وسايلو د کارونې لارښود ترتیبول او تطبیق ته يې پاملرنه کول.
  13. د اړتیا په صورت کې د څېړنيز مرکز څخه د ګټه اخیستونکو د لېست او ثبت کتاب ترتیبول او د هرې اونۍ راپور يې د څېړنې او علمي مجلو معاونیت سره شريکول.
  14. په څېړنيز مرکز کې د ترسره شويو تحقيقي پروژو/څېړنو راپورونه ترتیبول او د مستقیم آمر د کتنې او تائید وروسته يې اړوند خواوو سره شریکول.
  15. د محصلينو د تطبيقاتو برخه کې د لابراتوارونو آمریت سره د مستقیم آمر په همغږۍ همکاري کول.
  16. د څېړنيز مرکز څخه د ګټې اخیستنې طرزالعمل جوړول او تطبيقول.
  17. د لابراتوارونو آمریت په غوښتنه او د مستقیم آمر سره په همغږۍ په څېړنیز مرکز کې، محصلینو ته په تطبیقاتو اجرأ کولو کې همکاري کول.
  18. په څېړنیز مرکز کې د اجرأ شویو لابراتواري معایناتو راپور په مياشتني ډول څېړنې او علمي مجلو معاونیت ته سپارل.
  19. د څېړنيز مرکز د وسايلو د ترميم، ساتنې او پراختيا په موخه پلانونه ترتيبول او له تائيد وروسته تطبيقول.
  20. د څېړنو او علمي مجلو مرستیال، پوهنځیو، څانګو او اړوندو کمېټو سره په څېړنیزو چارو کي همغږي کول.
  21. د علمي څېړنو، د اخلاقي اصولو، علمي صداقت او اړوندو پوهنتوني مقرراتو رعایت او تطبیق ته پاملرنه کول.
  22. د استادانو او محصلینو لپاره د مناسبو څېړنیزو موضوعاتو، Research Areas او Research Problems په ټاکلو کې علمي لارښوونه او همکاري کول.
  23. د پوهنتون د پالېسیو او طرزالعملونو پر اساس په پوهنځیو کې د څېړنې میتودولوژي یا نورو اړوندو مضامینو تدریس کول.
  24. د څېړنې میتودولوژي مضمون عملي او نظري تدریس لپاره د معیاري درسي موادو، لکچرنوټونو او نورو علمي منابعو چمتو کول
  25. نورې هغه کړنې چې د څېړنې او علمي مجلو مرستیال له لوري ورته سپارل کيږي ترسره کول.

Job Requirements

د دندې شرایط:

 تحصيل کچه او کاري تجربه

  1. نوماند باید لږ تر لږه د طبي ټکنالوژي پوهنځي څخه د ليسانس يا معالجوي طب څخه د ايم ډي دورې د فراغت تائيد شوي اسناد ولري.
  2. د تحصيلي دورې په جريان کې بايد لږ تر لږه د (۸۰) سلنه نمرو لرونکی وي او په ټوله تحصيلي دوره کې له دوه مضامينو څخه په ډېرو مضامينو کې چانس شوی نه وي.
  3. لږ تر لږه په ملي/بهرنۍ ژبه درې ملي/نړۍوالې چاپ شوې (مطبوع) مقالې ولري
  4. د علمي څېړنو په برخه کې د عملي روزنې ترلاسه کولو شواهد ولري.

کاري اصول:

  1. د څیړنیز مرکز کې د کار پر مهال خپل صحت ته ځانګړې پاملرنه کول.
  2. په څیړنیز مرکز کې د کار پر مهال د تجهیزاتو په کارونه کې پوره دقت او غور کول.
  3. پر ټاکلو وختونو کې دندې ته حاضرېدل او تر ټاکلي وخت پورې خپل مسؤليتونه ترسره کول.
  4. د څیړنیز مرکز ټول  اصول رعايت کول.

Submission Guideline

سپين غر پوهنتون (ننګرهار) یو تن ته) د څیړنیز مرکز مسؤل) په توګه  اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپله سي وي، د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال سنبلې میاشتې تر۱۰ مې نېټې پورې لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون ته واستوي یا دې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري توګه وسپاري

.نوماندان دې د نوملیکنې فورم د لاندې لینک څخه ترلاسه کړي او خپل ټول معلومات دې په کې ولیکي او دایمیل له لارې دې له نورو غوښتل شویو اسنادو سره یوځای راولیږي

https://www.spingharuniversity.edu.af/HR/JOB%20APPLICATION%20-%20SU-NGR.pdf

Email / Application Form: Jobs@spingharuniversity.edu.af

Afghan English Bottom

Other jobs you may like